د خــپــلـو ګــناهـونو معفرت غواړم له تانه
خـــالــقـــه مــهــربـانه خـــالـــقه مــهــربانه
کـــــمــــزوري عــملـونه مې راساته له ریانه
خـــالــقـــه مــهــربـانه خـــالـــقه مــهــربانه
نـــیـــولي مې نن تا ته دي لاسونه ذالجلاله
کــوم پــــه عاجزی باندې سوالونه ذالجلاله
مــا وســاتــه دنیا او آخیرت کې له خفګانه
خـــالــقـــه مــهــربـانه خـــالـــقه مــهــربانه
د کــبـــر او غــــرو د صــفتونو نه مې ساته
همداسی د شیطان د لغزشونو نه مې ساته
زړګی مې ترینه تورکړه له وړی لویي خطانه
خـــالــقـــه مــهــربـانه خـــالـــقه مــهــربانه
یـــا ربّـــــه ستا د رحم تلبګار یم ګنهګار یم
راغــلــی ستا وه درته ګنهګار یم ګنهګار یم
ویــــریــــږم دا ســتـــا دعـذابـونو او سزانه
خـــالــقـــه مــهــربـانه خـــالـــقه مــهــربانه
ستامینه مې په زړه کې دومره ډیره کړه الله
دنـیــا د خـــوهــشـاتــو رانـه هـیره کړه الله
چـی شمه بی پروه له دی فاني فاني جهانه
خــــالــقـــه مــهــربـانه خـــالـــقه مــهــربانه
مـنــهـاج الله زهـیـر د مـغـفرت طمعه لرمه
زه تــــل درڅـــخه ربـه درحمت طمعه لرمه
له ما څــخه راضي شه یا رحیمه یا رحمانه
خـــالــقـــه مــهــربـانه خـــالـــقه مــهــربانه
منهاج الله زهیر