مـــوردمینی مـدرسه ده مـــــوردکور بله ډیوه ده
دنامی یې قربان شم څـــومره ښکلی یې نامه ده
مورژوندی چې دهــــــــرچاوی
ورســــــــره پــه دی دنیــــاوی
خامـــــخا یې خــــدمت وکړئ
چـې راضـــــــــی درنه الله وی
ښه په مینه یې مخ ته ګورئ شاتوقندونه خوږه ده
ستایې ډیرکــــــړی خدمت دی
ښه په مـــــــــینه مـــحبت دی
څــومره ښکلی یې رالوی کړی
درسـره یې ویستی زخمت دی
مهربانه تـــرینه نشـــــته په بچیو سـمه مړه ده
رب ورکــــــــــړی لوړ مقام دی
تل په کاریې اخــــــــــترام دی
هم ښــــپو لاندی یې جنت دی
ددی شــــــان ته مې سلام دی
ګــوره اوف ورته مه وایئ رب ورکړی مرتبه ده
په مورکې کـــورښایسته کیږی
لکه ګل غـــــوندی غــــــوړیږی
په کوم کورکې چې مورنه وی
په بچـــــــــوبه څــــــه تیریږی
مورخومور ده خوږه وروره موردزړه خانه کعبه ده
نشـــــته مــــوردغـــــریب یار
ځــکه تل دی خـــــــــواروځار
په زړګې ســوری ســـوری دی
څه غــــــــــمګین لیکی اشعار
دمورسوری یې په سرنشته توروخاورو کې پرته ده
افغانستان بهسود بینګا
8/5/2024
19/2/1403
کوئی تبصرے نہیں:
ایک تبصرہ شائع کریں